د چين د پاک برقي توليد سيستم
CRI2021-09-05 15:02:38
شريکول:

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزارت چارواکي په دې وروستيو کې د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل، په چين کې د پاک برقي توليد سيستم جوړ شوی، چې پيمانه يې په نړۍ کې ټر ټولو لويه ده.

د روان کال د جولای تر پايه پورې، د غير فوسيل انرژۍ (non-fossil energy) د برقي توليد عمومي حجم يو ميليارډ او ۳۰ مليونو کیلو واټو ته رسيدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸سلنه زياتوالی ښيي او د دغه هېواد د برقي توليد عمومي حجم له ۴۵ اعشاريه ۵ سلنې سره برابر دی. دغه راز چين د پاکې انرژۍ او د کاربن د کمې ايستنې په برخه کې چټک پرمختګ کړی او د اوبو، باد، لمر په وسيله د بريښنا توليد او د اټومي برېښنا د توليدي ماشينونو شمېر په شمول په زياتو برخو کې يې د نړۍ لومړی مقام نيولی دی.