د امريکا د سان جوس ميرکوري نيوز(San Jose Mercury News) د سپټمبر په ۲مه نېټه خبر ورکړ، چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۹مه، د امريکا په کانساس ايالت کې يو ۷۸ کلنه ښځه لوفر بوران مړه شوه او اوس هغه په امريکا کې لومړۍ ناروغه ده، چې د کوويډ ـ۱۹ وبا له امله مړه شوې.
د خبر له مخې، د بوران کورنۍ په دې اوونۍ کې معلومه شوې، چې د بوران ډاکټر سږکال د مې په مياشت کې د نوموړې د مړينې ليک تعديل کړ، چې په پټه توګه يې د مړينې لامل ته د کوويډ ـ۱۹ وبا زياته کړې.
د خبر له مخې، نه يوازې دا، چې د بوران د مړينې ريکارډ يې تعديل کړی، بلکې په امريکا کې یې د کوويډـ۱۹ وبا د لومړۍ پېښې د رامنځ ته شوی وخت يې لا نور هم وړاندې کړی.