په پنجشېر کې جګړه لا سخته شوې
CRI2021-09-05 15:54:35
شريکول:

د طلوع نيوز د خبر له مخې، اوسمهال د افغانستان د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ په پنجشېر کې جګړه لا سخته شوې ده. د مقاومت جبهې وياند فهيم دشتي وويل، تر اوسه د طالبانو زرګونه غړي په پريان کې  محاصره شوي دي. هغه زياته کړه، چې هلته جګړه لا روانه ده او پنجشېر ته  عمومي لاره بنده شوې ده.

طالبانو وويل، چې د پنجشېر شتل، پريان، خنج، عنابه او ابشار ولسوالۍ یې نیولي دي.