د چين د انټرنېټي معلوماتو مرکز تازه شمېرنه ښيي چې په دغه هېواد کې تر يو مليارډ زيات کسان انټرنېټ کاروي.
په چين کې د ۲۰۲۱ کال تر جون پورې د انټرنېټ کاروونکو شمېر يو ميليارډ او ۱۱ ميليونه تنه ښودل شوي چې دغه شمېر د دغه هېواد په عمومي نفوس کې ٪71.6 نيسي. له يادو انټرنېټ کاروونکو څخه ٪99.6 کسان، يعنې يو مليارډ او ۷ ميليونه تنه د موبايلفونونو په وسيله انترنېټ کاروي.