د ګيېنې د پوځيانو يوې ډلې د سپتمبر په پنځمه نېټه وويل< چې دوی د هېواد ولسمشر الفا کونډي نيولی او حکومت يې منحل اعلان کړی دی. د ملګرو ملتونو ، د افريقايي هېوادونو ټولنې او د لويديځې افريقا اقتصادي ټولنې د اعلاميو په خپرولو سره په کلکه دغه پېښه غندلې او له دغو پوځيانو څخه يې غوښتي، چې الفا کونډي سمدستي خوشي کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د سپتمبر په پنځمه نېټه پر ټولنيزو رسنيو وويل، چې هغه د ګينيا وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي او د هرې ډلې داسې کړنه په کلکه غندي، چې غواړي په زور د حکومت کنټرول په لاس کې واخلي.