د پاکستان د ژغورنې ادارې د سپتمبر په پنځمه نېټه وويل، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د يوه ځانمرګي بريد له امله درې پوځيان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
د کوټې پوليسو خبري رسنيو ته ويلي، چې د پوځ د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی، پوليسو ټپيان روغتون ته ليږدولي او د پېښې ځای يې کلابند او پلټنه يې پيل کړې ده.