شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د دوامدار پرمختګ د لويې ډيټا نړيوال فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
cri2021-09-06 14:43:32
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶مه نېټه د دوامدار پرمختګ د لويې ډيټا د نړيوال څيړنيز مرکز غونډې يعنې د ۲۰۲۱م کال د دوامدار پرمختګ د لويې ډيټا نړيوال فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

نوموړي په دې پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې د ياد څيړنيز مرکز جوړونه د م.م د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ له هغې اجنډا څخه د ملاتړ مهم اقدام دی، چې د م.م په ۷۵ عمومي اسامبلې کې وړاندې شوې ده. کوويډ-۱۹ ويروس لا هم په ګردې نړۍ کې خپرېږي، نو تخنيکي نوښتونه او لويه ډيټا به د نړيوالې ټولنې پر وړاندې د ستونزو د لېرې کولو او په ټوله نړۍ کې د يادې اجنډا د پلې کولو په برخه کې وکارول شي.

نوموړي زياته کړې او هيله يې ښودلې چې اړوندې خواوې به د دې څيړنيز مرکز په صحنه او د دې فورم له لارې يو له بل سره همکارۍ پياوړې او د ۲۰۳۰م کال اجنډا به پلې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به خپل خدمتونه برابر کړي. (شکريه)