امريکا د کرونا وبا په اړه رېښتيني مالومات پټ کړي او نړيولو ته يې بايد ځواب ووايي
CRI2021-09-06 14:11:19
شريکول:

د امريکا د استخباراتو ادارې په څه باندې ۹۰ ورځو کې د کرونا وبا د ريښې او سرچينې د لټولو په اړه تش په نامه راپور جوړ کړی، چې هيڅ  روښانه پايلې  نه لري، ، خو پر چين يې تور لګولی، چې د معلوماتو شريکولو څخه انکار کوي .

د امريکا حکومت د کرونا وبا له پيل څخه ساينسپوهانو ته شا ګرځولې او د دې هيواد د استخباراتو ادارې ته يې حکم کړی، چې د کرونا وبا د ريښې او سرچينې لټولو کارونه تر سره کړي. ځکه  دغه هېواد غواړي دغو کارونو ته سياسي رنګ ورکړي  او پر چين تورونه ولګوي.   امريکا په چين کې د کرونا وبا د سرچينې د پيدا کولو په اړه هيڅ شواهيد نه لري، خو   يوه پلمه يې جوړه کړې،  چې چين معلومات پټ کړي دي،  خو دروغ په اخر کې هم  دروغ ثابتيږي او  حقيقت نه شي  پټولی.

چين د کرونا وبا  د پيدا کېدو  په لومړيو وختونو کې   روغتيا نړيوال سازمان ته راپور وړاندې کړ، له بېلا بېلو هېوادونو سره يې د کوويډ-۱۹ ويروس جين او جوړښت شريک کړل او د کرونا وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې يې له نړيوالو سره همکارۍ کړې دي. په چين کې د کرونا وبا د پيدا کېدو ، وقايي او کنټرول په ټول بهير کې څرګند او ريښتني حقيقتونه او شواهيد شتون لري. د روغتيا نړيوال سازمان اړوندو مسئولينو څو څو ځلې پر چين هغه  بې بنسټه نيوکې رد کړي،  چې وايي په دغه هيواد کې د کرونا وبا  اړوندې  شميرې  روښانه نه دي.

چين د کرونا وبا د ريښې او سرچينې د لټولو مسئلې په هکله تل په پرانيستي، روښانه او رغنده توګه همکارۍ کړي  او کوي يې، په وار سره يې د دوو ځلو لپاره د روغتيا نړيوال سازمان  ساینسپوهانو ته بلنه ورکړې، چې په دغه هېواد کې اړوندې څيړنې تر سره کړي. د روغتيا نړيوال سازمان د ساري ناروغيو د کارپوهانو ډلې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې په ووهان ښار کې د ويروس د څيړنې انسټيټيوټ په شمول ځينو ځايونو کې د کرونا وبا د سرچينې او ريښې لټولو کارونه تر سره کړل . د دغه سازمان د کارپوهانو ډلې د چين د کارونو او روښانې رويې لوړه ستاينه  کړې ده.  چين او روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په پای کې ګډ راپور خپور کړ،  چې پکې د دغې مسئلې په هکله يې مقتدرې پايلې صادرې کړي  او  د چين له لابراتوار څخه د کوويډ۱۹ د خپرېدو امکان يې بيخي رد کړی دی .

د يادونې وړ خبره دا ده ، چې په چين کې د کرونا وبا د سرچينې د څيړنې په چارو کې د نړيوال کيدو اندازه لوړه ده او د چين ساينسپوهانو د بېلا بېلو هېوادونو له ساينس پوهانو سره فعالې همکارې کړې دي. د روان کال تر اګست پورې چين د امريکا او بريتانيا په شمول د څو هېوادونو له ډلو سره د کرونا وبا د سرچينې د لټونې په  اړه ۲۴۱ راپورونه خپاره کړي دي.

ويلی شو، چې د کرونا وبا د ريښې او سرچينې لټونې کارونه بايد پر ساینسي لارو ترسره شي، ځکه دا یوه  علمي مسئله ده. بېلا بېلې خواوې بايد د دغې مسئلې د حل لپاره همکارۍ وکړي،  خو د امريکا حکومت د کرونا وبا په پيل کې د ناروغانو شميرنې پټې کړې  او په خپل هېواد کې يې د کرونا وبا د ريښې او سر چينې د لټونې لپاره پلټنې رد  کړې دي. امريکايي  ډاکټرې هيلين چې  د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ کې د امريکا په دننه کې د کرونا وبا د رامنځته کېدو په پار  اخطار ورکړی و او د معاينې اړوندې پايلې يې د دغه هېواد  اړوندې ادارې   ته  وړاندې کړې وې، خو د امريکا حکومت هغه مهال پر يادې ډاکټرې فشار راوړ، چې دا خبر له نورو سره شريک نه کړي.  ورپسې د امريکا ځينو سياستوالو د کرونا وبا د خپرېدو په وخت کې د کارونو د دوام  او د اقتصاد ساتنې په هدف پر دغې  وبا د اخته کسانو شمېرې بدلې او پټې وساتلې . 

د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، د فلوريډا ايالتي حکومت  د ۲۰۲۰م کال په مۍ  کې د همدې کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د کرونا ناروغانو شميرې ډيلېټ کړې. د امريکا د روغتيا د څيړنې دولتي انسټيټيوټ موندنې ښيي،  چې د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په پيل کې د وينو په نمونو کې د کرونا ضد انټي باډي شتون لري، خو د امريکا حکومت په چين کې د کرونا وبا د سرچينې د لټونې په چارو کې د لاسوهنې او د امريکا امنيت ته د ګواښ رسولو په پلمه د ياد انسټيټيوټ د کارونو مخنيوی وکړ، چې د ۲۰۲۰م کال  له جنورۍ مخکې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو د وینې نمونې ټېسټ نه کړي او  د معاينې کارونه یې په پټه  ودرول.

نړيوال په امريکا کې د کرونا وبا د ريښې او سرچينې په اړه ډېر زیات شکونه لري.  دوی د امريکا د ډيټريک فورټ مرکز او د شمال کارولينا سيستم پوهنتون پر  لابراتوار ډېر شکونه لري او په دغو ځايونو کې د کرونا ویروس د رېښې د پلټنې غوښتنه کوي.په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو او د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېرې له رسمي شميرو  څخه ډېرې زياتې دي . له دې حقيقتونو څخه څرګنديږي، چې د امريکا ځينو  سياستوالو د کرونا وبا رښتيني معلومات پټ ساتلي  او پر هغو ساينس پوهانو يې فشار اچولی، چې رښتينې خبرې نه  وايي او حقيقتونه په ډاګه نه کوي.