افغان طالبان: په افغانستان کې جګړه پای ته رسيدلې
CRI2021-09-06 17:20:04
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، افغان طالبانو د سپتمبر په ۶مه نېټه د کابل په مطبوعاتي مرکز کې يوه خبري ناسته تر سره کړه. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دغې خبري ناستې کې وويل،چې طالبانو په پنجشېر کې د کنترول واک تر لاسه کړی او په دې سره په افغانستان کې جګړه په رسمي توګه پای ته رسيدلې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د پنجشېر راتلونکی والی او مرستيال والی به له ځايي خلکو څخه وټاکل شي. طالبان به په هېواد کې د پنجشېر د خلکو په شمول د بېلا بېلو قومونو مساوات وساتي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دغه هېواد پر وړاندې ستونزې یادې کړې او و يې ويل، چې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه له وتلو مخکې په قصدي توګه د کابل د هوايي ډګر ګڼ شمېر تاسيسات ويجاړ کړي دي. اوس د قطر او ترکيې ډلې د هوايي ډګر د اعاده کېدو په هڅه کې دي.