د ايران ولسمشر : له فرانسې سره د اړيکو پرمختګ غواړو
CRI2021-09-06 11:05:31
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د سپتمبر په پنځمه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره د تليفوني خبرو پر مهال وويل، چې ايران له فرانسې سره د اړيکو په تېره بيا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پرمختګ غواړي او دې ته چمتو دی، چې له ټولې اروپا سره هم خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ پراخې کړي.

ماکرون په خپلو خبرو کې وويل، چې دواړه هېوادونه دې خپلمنځي اړيکو ته بيا کتنه وکړي او په سياسي، اقتصادي، کلتوري او سيمه ييزو برخو کې دې خپلمنځي تګ راتګ پياوړی کړي.

رييسي د افغانستان وضعيت د يادونې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځي مداخله ناکامه شوې ده. اوسمهال بېلابېلې خواوې دې له افغانستان سره مرستې وکړي ، څو په دغه هېواد کې يو ټولګډونه حکومت جوړ شي، د هېواد بېلابېلې برخې ګډې همکارۍ وکړي او افغانان خپل سرنويشت پخپله وټاکي. 

ماکرون وويل، چې د افغانستان نوی حکومت بايد د افغانانو په خوښه او انتخاب رامنځته شي او طالبان بايډ بشري حقونو او خپلو نړيوالو دندو ته ډېره پاملرنه وکړي.