ذبيح الله مجاهد : طالبانو پنجشېر ولايت ونيوه
cri2021-09-06 15:11:42
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سپتمبر په ۶مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې طالبانو په بشپړه توګه پنجشېر ولايت نيولی دی او په دې سره د افغانستان ټول ولايتونه تر کنټرول لاندې راغلل.

د طالبانو ضد د مقاومت ملي جبهې تر اوسه پورې د مجاهد د يادو خبرو په باب غبرګون نه دی ښودلی. له دې مخکې، د مقاومت ملي جبهې وياند ويلي وو، چې دغې ډلې د پنجشېر په پريان ولسوالۍ کې طالبانو ته ماتې ورکړې او دغه ولسوالي يې بېرته تر خپل کنټرول لاندې ولوستلې ده. (شکريه)