د چين د سوداګرۍ وزارت تازه شمېره ښيي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چين او افریقا ترمنځ سوداګريز ارزښت ۱۳۹ ميلیارډه او ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪40.5 زياتوالی ښيي او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
په دغه موده کې له افريقا څخه د چين د وارداتو ارزښت ٪46.3 زيات شوی او ۵۹ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونه ډالرو ته رسيدلی دی. له افريقا څخه پر چين د پلورل شوي ربړ، پنبې او قهوې اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو برابر زياتوالی ښيي.
په افريقا کې د چين مستقيمې پانګونې دوه ميليارډه او ۷۰ ميليونه ډالره ښودل شوي، چې دا د ۲۰۱۹م کال تر همدې مودې زياتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې چين او افريقا پدې وروستيو کلونو کې په مسلسل ډول د خپلمنځي همکاريو فورم ترسره کړی او د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ لپاره يې يو لړ اغېزمن اقدامات غوره کړي دي.