شي جين پينګ د فضانوردۍ او ساينس ۳۲مې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CRI2021-09-06 13:28:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶مه نېټه د فضانوردۍ او ساينس ۳۲مې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

نوموړي په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې د فضانوردۍ په برخه کې ساينس او ټکنالوژۍ له ۲۰مې پېړۍ راهيسې ډېر چټک پرمختګ کړی او د انسانانو پر توليد او ژوند يې لويې اغېزې کړې دي. اوسمهال په نړۍ کې د علمي تکنالوژۍ او صنعتي چارو ژور اصلاحات روان دي، د فضايي تکنالوژۍ پرمختګ له بې ساري ښه فرصت سره مخ دی او په دې برخه کې نړيوالې همکارۍ ډېرې مهمې دي او روښانه آينده لري. نوموړي هيله وښودله، چې دغه غونډه به د فضانوردۍ د تکنالوژۍ په برخه کې نړيوالې همکارۍ وهڅوي، څو د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.