د چين د روغتيا ملي کمېټې خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې تر څلورمې نېټې پورې د دغه هېواد خلکو ته دوه ميليارډه، ۱۰۰ ميليونه او ۳۸۷ زره ډوزه د کرونا ضد واکسين تزريق شوی دی.
د يادې کمېټې چارواکي وو ليانګ يو ويلي، چې د کرونا ويروس ( ډېلټا) بڼې په خپرېدو سره په نړۍ کې د کرونا وبا نوې څپه پورته شوې او د دې وبا د مهارولو چارې د پخوا په پرتله ستونزمنې شوي، خو بيا هم واکسين د وبا د وقايې او کنټرول لپاره اغېزمنه وسيله ده.