د روسيې تاس خبري اژانس د سپتمبر په درېيمه نېټه خبر ورکړ، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ختيځ اقتصادي فورم عمومي غونډې ته په خپله انلاين وينا کې ويلي، چې چين له بېلا بېلو هېوادونو څخه غواړي، چې د کوويډ-۱۹ د ريښې موندلو چارو او واکسين برابرولو ته بايد سياسي رنګ ور نه کړي او د داسې چارو مخنيوی بايد وشي. (شکريه)