د بريکس هېوادونو د سوداګرۍ وزيرانو په ۱۱مې کلنۍ غونډې کې مهم برياليتوب رامنځته شوی
cri2021-09-07 10:57:27
شريکول:

د چين د سوداګريزو چارو وزارت د نړيوالې ادارې مرستيال مدير چن چاو د سپتمبر په ۶مه نېټه په يوه مرکه کې ويلي، چې د بريکس هېوادونو د سوداګرۍ وزيرانو د همدې مياشتې په ۳مه نېټه د کوويډ-۱۹ ضد نړيوالې مبارزې کې د همکاريو د تقويې، څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم او تجارتي همکاريو په باب د نظريو ژورې تبادلې کړي او يوه ګډه اطلاعيه يې خپره کړې ده.

نوموړي وويل، برخوالو د کوويډ-۱۹ د مخنيوي لپاره د همکاريو د پياوړتيا، د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ساتنې او د اغېزمنو تجارتي همکاريو د ژورتيا ژمنې کړې دي. (شکريه)