د ايران خارجه وزارت : د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې موندلو چارو ته سياسي رنګ ورکول ډېره ناوړه کړنه ده
cri2021-09-07 10:13:11
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د سپتمبر په ۶مه نېټه د کوويډ-۱۹ ويروس د ريښې موندلو چارو ته د سياسي رنګ له ورکولو سره مخالفت څرګند کړ او و يې ويل، چې دغو چارو ته سياسي رنګ ورکول د کوويډ-۱۹ پر ضد مبارزه کې تر ټولو ناوړه کړنه ده.

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د تاسف وړ ده، چې امريکا او ځينو غربي هېوادونو د کوويډ-۱۹ د ريښې موندلو چارو ته د سياسي رنګ ورکولو لپاره هڅې کړي او اوس هم په همدې هڅې کې دي. دغه هېوادونه دې د ويروس ضد مبارزه کې په جدي ډول خپلې دندې پر غاړه واخلي او د دې ويروس د مخنيوي لپاره دې له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي. (شکريه)