د امريکا خارجه وزير به له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه موجبات بيان کړي
cri2021-09-07 11:42:15
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو د سپتمبر په ۶مه نېټه خبر ورکړ، خارجه وزير انتوني بلينکن به د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د پارلمان د سنا مجلس د ديپلوماتيکو اړيکو کمېسيون د ګواهي اورېدلو په غونډه کې حاضر شي او هلته به يې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه موجبات بيان کړي.

برخوال به په دغه غونډه کې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د پاتې پلانونو او په افغانستان کې د پاتې شويو امريکايانو د راباسل په باب بحثونه وکړي. د دې تر څنګ، دوی به د ځواکونو بېرته ايستلو په بهير کې د جو بايډن ناسمې کړنې تر پوښتنې لاندې ونيسي او د جګړې په وړاندې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډېر ژر ناکامېدو په اړه ارزونه هم وکړي. (شکريه)