سږکال د يو کمربند او يوې لارې د وړاندې کېدو اتم کال دی
CRI2021-09-07 16:30:20
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اته کاله مخکې له قزاقستان او اندونيزيا څخه د ليدنې پر مهال د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړ، چې تر دې دمه ترې ډېرو هېوادونو ګټې پورته کړې دي. د دې لارې موخه دا ده، چې د ورېښمو لارې روحيه بيا راتازه او د ورخلاصون او همکاريو لاره جوړه کړي او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د همکاريو لپاره متحرکه قوه برابره کړي.

د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو په وسيله د لېږل شويو موادو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۱ سلنه زياته ښودل شوې ده. د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراتو هېوادونو کې د چين پانګونې ډېرې زياتې شوي او غير پولي پانګونه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

تر اوسه پورې ۱۴۰ هېوادونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. چين د يو کمربند او يوې لارې له همکارانو سره خپلمنځي تجارتي حجم ۹۲۰۰ ميليارډو ډالرو ته رسولی او چيني تصديو په عمومي توګه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراتو هېوادونو کې له ۱۳۰ ميليارډو ډالرو څخه زياته پانګونه کړې ده. يو کمربند او یوه لاره اوس په نړۍ کې تر ټولو پراخه او لويه همکاريزه وسيله ګرځېدلې او ډېرو هېوادونو ته به ګټې ورسوي.

د نړيوال بانک د اړوند راپور له مخې، تر ۲۰۳۰م کال پورې به د نړۍ اوه ميليونه او شپږ سوه زره کسان د يو کمربند او يوې لارې په وسيله له سختې بېوزلۍ څخه ووځي او ۳۲ ميليونه کسان به له منځنۍ بېوزلۍ سره مخه ښه وکړي. يو کمربند او يوه لاره به د انسنانو د ګډې سمسورتيا سبب وګرځي.