امريکا بايد د کرونا وبا ضد په مبارزه او د دې ويروس د سرچينې په پيدا کولو کې له نړيوالو همکاريو ملاتړ وکړي
cri2021-09-07 14:17:51
شريکول:

د لنسټ مجلې د کرونا وبا ضد د کمېټې رئيس جيفري ساکس د سپتمبر په ۵مه نېټه وويل، چې په نړۍ کې تر اوسه د کرونا وبا ضد مبارزې نه ده بريالۍ شوې، او لوی او مهم لامل يې دا ښودلی چې امريکا د نړيوالې لايحې د لټولو په برخه کې له چين سره همکاري نه کوې. چين د کرونا وبا ضد مبارزه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی، او ګردې نړۍ ترې زياتې ګټې اخيستلې شوای وی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې اوس په نړۍ کې د کرونا وبا نوې څپه پورته شوې، هيله ده چې امريکا د نړيوالې ټولنې عيني غوښتنې واوري، له نورو هېوادونو سره همکارۍ وکړي او خپله دنده پر غاړه واخلي او د ساينس رويې په لرلو سره د کرونا وبا ضد په مبارزه او د دې ويروس سرچينې په لټون کې له نړيوالو همکاريو څخه ملاتړ وکړي، او تخریب کوونکې کړنې دې نه ترسره کوي. (هيله)