افغان طالبانو د سپتمبر په ۷مه نېټه نوی سرپرست حکومت اعلان کړ او د افغانستان د اسلامي اماراتو حکومتي جوړښت او د دغه حکومت د ځينو غړو نوملړ يې خپور کړی دی. ملا محمد حسن اخوند د افغانستان د نوي حکومت سرپرست صدراعظم ټاکل شوی دی.