د مالديو ولسمشر: د کرونا وبا ضد چيني واکسينونه ډېر اغېزمن دي
cri2021-09-07 10:54:53
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مالديو ولسمشر ابراهيم محمد صالح د سپتمبر په ۶مه نېټه وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې د مالديو او چين تر منځ همکاريو کې مثبت برياليتوبونه رامنځته شوي او دا د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ځواکمن خوځنده قوت بلل کېږي. هغه له چين څخه د زړه له کومې مننه وکړه چې دغه هېواد ته يې د کرونا وبا ضد واکسينونه برابر کړي دي. د نوموړي په وينا دغه واکسينونه د کرونا وبا ضد مبارزې کې ډېر اغيزمن ثابت شوي دي.

نوموړي په همدې ورځ په دغه هېواد کې د چين د نوي سفير وانګ لي شين د باور ليک د منلو په وخت کې وويل، چې د مالديو حکومت تل د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او په سترو مسئلو کې به په پر له پسې توګه له چين څخه ملاتړ وکړي. هغه هيله وښوده، چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي همکاريو د تقويې او د څو اړخيزې همغږۍ د پراختيا لپاره لوړپوړی تګ راتګ وساتي، څو د دواړو خواوو تر منځ اړيکې د پرمختګ نوي پړاو ته ورسېږي. (شکريه)