د امريکا استخباراتي ادارې په کابل کې خپله اډه ويجاړه کړې
CRI2021-09-07 16:36:21
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د سپتمبر په اوومه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې (CIA) له افغانستان څخه له وتلو مخکې په کابل کې خپله اډه کنډواله کړې.

افغان طالبانو ويلي، چې امريکا له کابل څخه تر وتلو مخکې د نظامي موټرونو او ګڼ شمېر وسلو په شمول د خپلې اډې ټول هغه تاسيسات او توکي ويجاړ کړي، چې عمومي ارزښت يې سلګونه ميليونه امريکايي ډالره و.