د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د جان هوپکینز پوهنتون د سپتمبر په ۶مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په دغه هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له ۴۰ ميليونو څخه اوښتی دی.
د ختيځې امريکا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۳بجو او ۲۱ دقيقو پورې، په امريکا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو عمومي شمېر ۴۰ ميليونو، ۳ زرو او ۱۰۱ تنو ته رسېدلی او په دې جمله کې د دې ويروس له امله ۶۴۸زره او ۹۳۵ تنه مړه شوي دي. د امريکا دغه شمېرې په نړۍ کې تر ټولو زياتې دي. (هيله)