د امريکا خارجه وزير به سنا مجلس ته له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه ځواب ووايي
cri2021-09-07 14:20:27
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو د سپتمبر په ۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د دې هېواد خارجه وزير انتوني بلينکن به د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د پارلمان د سنا مجلس د ديپلوماتيکو اړيکو کمېسيون د ګواهۍ اورېدلو په غونډه کې حاضر شي او هلته به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړي.

بلينکن به د امريکا د سنا مجلس په دغه غونډه کې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د پاتې پلانونو او په افغانستان کې د پاتې امريکايانو د راوباسلو په اړه خبرې وکړي. د دې تر څنګ، سناتورانو د ځواکونو بېرته ايستلو په بهير کې د جو بايډن ناسمې کړنې تر پوښتنې لاندې نيولي او دوی په جګړې کې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډېر ژر ناکامېدو په اړه ارزونه کوي. (شکريه)