د ايران د ذروي مسئلې په اړه خبرې اترې به دوام ولري
cri2021-09-07 13:05:32
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعید خطيب زاده د سپتمبر په ۶مه نېټه وويل، چې د ايران د ذروي مسئلې په اړه خبرې اترې به  دوام ولري، خو دا بايد تائید شي چې امريکا به د ایران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون تر چوکاټ لاندې خپلې ژمنې پوره کوي. نوموړي وويل، چې امريکا بايد ښه او رښتينې اجنډا ولري او بيا دې د خبرو لپاره ويانا ته خپل استازی وليږي او د ياد هراړخيز تړون د تطبيق په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي. 

د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون د ښکيلو خواوو مذاکرات د روان کال په اپريل مياشت کې پيل شول، چې محتویات يې د امريکا او ايران د اټومي تړون د بيا تطبيق په اړه دي او تر اوسه يې ۶ پړاونه بشپړ شوي دي، خو د دواړو خواوو ترمنځ د سختو اختلافاتو او د ايران د نوي حکومت د انتخابېدو له امله، د خبرو اترو نوی پړاو لا نه دی پيل شوی. (هيله)