چين: امريکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ لپاره پلمې نه لټوي
cri2021-09-07 13:12:12
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د افغانستان په اړه د امريکا د سپيني ماڼۍ د وياندې جن پوسکي خبرې ردې کړې او و يې ويل، چې د امريکې اړوندې څرګندونې په افغانستان کې د خپلې ناکامې لپاره د پلمو لټول دي او ترې ښکاري چې امريکا غواړي په نړۍ کې خپلې زورواکۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې امريکا د افغانستان مسئلې اصلي جوړونکې ده او په تېرو شلو کلونو کې جګړو او نښتو افغانانو ته سخت زيانونه او غمونه رسولي او منفي اغېزې به يې تر ډېر وخت پاتې وي. امريکا بايد د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې دنده پر غاړه واخلي، او دغه کارونه دې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې ته نه پرېږدي. امريکا بايد خپلو تېروتنو ته بياکتنه وکړي، درس دې ترې واخلي، په راتلونکی کې دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې پوځي مداخله نه غوره کوي، په زور سره دې خپل ارزښتونه او هوډ پر نورو نه تپي او په افغانستان کې دې خپل تېروتنه بيا نه تکرار وي . (هيله)