هان جنګ د اقليمي بدلون په اړه د م.م د ۲۶مې غونډې له منتخب مشر الوک شارما سره خبرې کتنه وکړې
CRI2021-09-08 16:23:46
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم هان جنګ د سپتمبر په اوومه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۶مې غونډې له منتخب مشر الوک شارما سره وکتل.

هان جنګ په کتنه کې وويل، چې د اقليمي بدلون پر وړاندې مبارزه د نړۍ يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري. نوموړي هيله وښودله، چې د اقليمي بدلون په اړه د م.م د چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۶مه غونډه به د څواړخيزم د ساتنې، د څواړخيزو مقرراتو د درناوي او د اقليمي بدلون ضد کړنو د هڅونې لپاره قوي سياسي پېغام خپور کړي او بېلا بېلو خواوې به وهڅوي، چې د خپلو موخو لپاره رښتينې پاليسي او ګامونه غوره کړي او د پاريس تړون د تطبيق د تفصيلاتو په اړه دې خبرې اترې وکړي، څو د اقليمي چارو نړيواله اداره په مناسب مدار کې پاتې شي.

الوک شارما وويل، چې بريتانيا د اقليمي بدلون ضد مبارزه کې د چين د کوښښونو ستاينه کوي او هيله لري، چې په دغه برخه کې له چين سره تګ راتګ او همکارۍ لا پياوړې کړي.