د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د افغانانو د خپلواک انتخاب درناوی کوي
CRI2021-09-08 17:24:36
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۸مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د افغانستان حالات څاري، افغان طالبانو

تېره ورځ خپل سرپرست حکومت او کابينه اعلان کړل او د دغه هېواد د بې حکومتوالۍ حالت يې پای ته ورساوه. چين د طالبانو دا کړنه په افغانستان کې د کورني نظام او بيارغونې د اعاده کېدو لپاره ضروري قدم بللي دی. چين د افغان طالبانو هغو خبرو ته هم پاملرنه کوي، چې سرپرست حکومت يې د ټولنيز او اقتصادي نظام د اعاده کولو لپاره جوړ کړی دی.

وانګ ون بين په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ تلپاتې او څرګند دی. چين تل د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی کړی، د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې پر نه لاسوهنې ټينګار کړی او په دې برخه کې يې له افغانانو څخه ملاتړ کړی، چې د خپل ملي وضعيت له مخې د هېواد د پرمختيايي لارې خپلواک انتخاب وکړي. چين هيله لري، چې په افغانستان کې پراخ او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ شي او دغه هېواد نرمې او سالمې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي، د ټولو ترهګريزو کړيو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي او له نورو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډيو هيوادونو سره دوستانه چلند وکړي.

نړيوالو خبري رسنيو راپورونه ورکړي، چې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه تر وتلو مخکې په قصدي توګه د رادار او ملکي الوتکو په شمول د کابل هوايي ډګر تاسيسات ويجاړ کړي دي. وانګ ون بين د دغه خبر په اړه وويل، چې امريکايي ځواکونو پر افغانستان د تيري له لومړۍ نېټې څخه له دغه هېواد نه د وتلو تر وروستۍ شېبې پورې دغه هېواد او افغانانو ته ستر زيانونه رسولي دي.