د چين استازی : د افغانستان له مسئلې څخه څرګندېږي، چې بهرنۍ پوځي لاسوهنې کار نه ورکوي
cri2021-09-08 15:00:40
شريکول:

په م.م کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير دای بينګ د سپتمبر په ۷مه نېټه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې په اړه د امنیت شورا په علنۍ غونډه کې وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې په اشارې وويل، چې د افغانستان له مسئلې څخه څرګندېږي، چې بهرنۍ پوځي لاسوهنې او پر بل هېواد خپل پلان تپل مسئله نه شي حلولی، بلکې د لا زياتو تضادونو او شخړو د جوړولو سبب ګرځېدلی شي او داسې کړنې هرومرو ناکامېږي. لوېديځو هېوادونو په بيړنۍ او بې نظمه ډول له افغانستانه ځواکونه راوباسل، په دغه هېواد کې يې سخت بشري بحران جوړ کړی او افغانانو ته يې زياتې ستونزې رسولې دي. چين له دغو هېوادونو څخه غواړي، چې د افغانستان د بيا ابادۍ په اړه خپلې ژمنې پوره کړي او دغه دنده دې د نورو هېوادونو او نړيوالې ټولنې پر غاړه نه پرېږدي. اوس نړيوال امنيتي حالات له ننګونو څخه ډک دي او کرونا وبا هم د خپرېدو په حال کې ده، نو په داسې حال کې رښتنی څواړخيزم د دايمي سولې او پراخ امنيت د رامنځته کېدو لپاره ډېر مهم دی.

نوموړي وويل، د کرونا وبا پر ضد ګډه مبارزه تر نورو ټولو چارو بيړنۍ دنده ده، ځکه دغه وبا نه یوازې د انساني روغتيا او طبي امنيت پر وړاندې سخت تهديد دی، بلکې د تروريزم د رامنځته کېدو سبب هم ګرځيدلی شي. چين له ټولو هېوادونو غواړي، چې د واکسین په برابرولو کې نيشنليزم ته نه ووايي.

هغه وويل، چې له هر ډول تروريزم سره ګډه مبارزه د نړيوالې ټولنې پر غاړه درنده دنده ده او په دې برخه کې بايد دوه ګوني معيارونه و نه نيول شي. (شکريه)