د ګيني پوځ د ملي يووالي او پرمختګ له کميټې ملاتړ وکړ
cri2021-09-08 14:59:44
شريکول:

سينهوا اژانس د سپتمبر په ۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د ګيني پوځي چارواکو په همدې ورځ د کودتاچيانو له مشر سره خبرې کړي او اعلان يې کړی، چې دوی به د دغه کوديتا له برخوالو سرتېرو او د ملي يووالي او پرمختګ له کميټې ملاتړ وکړي.

د ګيني د دفاع وزارت يوه چارواکي ويلي، چې د دوی دغه ليدنه په پلازمينې کوناکري کې تر سره شوې او پکې د دفاع وزارت د کاري دفتر رئيس هم ګډون درلود، د غونډې برخوالو د ګيني د ملي ګټو د ساتنې او د بهرني تيري د مخنيوي لپاره ياده پرېکړه کړې او هيله يې ښودلې، چې پوځ د دولت سوله او ټولنيز ثبات وساتي. (شکريه)