نړيوالو ارګانونو د امريکا د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه ټيټه ښودلې
cri2021-09-08 14:19:58
شريکول:

د ګولډمېن ساچس (Goldman Sachs) ګروپ اقتصاد پوه روني واکر د سپتمبر په ۶مه نېټه په يو راپور کې ليکلي، چې سږ کال به د امريکا د اقتصاد د پرمختګ انډول ۵.۷ سلنې ته راټيټ شي او په دغه هېواد کې به د بېکارۍ انډول له ۴.۱ سلنې څخه ۴.۲ سلنې ته ورسيږي.

دغه ګروپ د تيرې مياشتې په پای کې د امريکا د اقتصادي پرمختګ د انډول پيشګويي له ۶.۴ سلنه ښودلې وه.

د دې تر څنګ، څو نورو ارګانونو هم د سږ کال په درېيمې ربعې کې د امريکا د اقتصادي پرمختګ انډول ټيټ ښودلی دی. ويلس فارګو بانک ( Wells Fargo Bank) دغه انډول ۶.۸ سلنه او موديز ( Moody's) بيا دغه انډول ۶.۵ سلنه ښودلی دی.

ای پي خبري اژانس د موديز لوی اقتصاد پوه مارک زاندي په حواله ويلي، چې د کرونا وبا خپرېدل لا هم د امريکا د اوسني اقتصاد پر وړاندې تر نورو لويه ننګونه او ستر خطر دی، که دغه وبا په مداوم ډول خپره شي، د اقتصاد پر ايندې به ناوړه اغيزې وکړي. (شکريه)