په شمالي وزیرستان کې چاودنې دوه سرتيري ووژل
cri2021-09-08 11:06:28
شريکول:

د پاکستان پوځ د سپتمبر په ۷مه نېټه وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د يوې چاودنې له امله د پوځ دوه سرتيري وژل شوي دي. 

د پاکستان د دريو ځواکونو د عامه اړيکو ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې حکومتي ځواکونه د ترهګرو په موخه په نظامي عملياتو بوخت وو. حکومتي ځواکونه د بريدګرو په نيولو پيل کړی او یو بريدګر يې وژلی دی. اعلامیه کې زياتوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه به په دې سيمه کې د ترهګرو ځپلو ته دوام ورکړي. 

تر اوسه هېڅ سازمان د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)