شي جين پينګ د ايټاليا له صدراعظم ماريو دراغي سره ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-09-08 10:20:40
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۷مه نېټه د ايټاليا له صدراعظم ماريو دراغي سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې چين او ايټاليا دې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې په ټولو برخو کې د خپلمنځي اړيکو د تقويې او پراختيا لپاره هڅې وکړي، د دواړو هېوادونو د کولتور او سيلانۍ په عنوان فعاليتونه دې تر سره کړي او په ګډه دې د بېجينګ د المپيک له ژمنيو لوبو او د ۲۰۲۶م کال د ميلان د المپيک له ژمنيو لوبو څخه ملاتړ وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې چين د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد په حيث د ايټاليا هغه خدمتونه ستايي، چې په ګرده نړۍ کې يې د طبي او اقتصادي همکارۍ د هڅولو لپاره کړي دي.

دراغي وويل، ايټاليا له اقليمي بدلون سره د مقاومت لپاره د چين مثبت کوښښونه ستايي، د افغانستان په مسئله کې د چين مهمې اغېزې ته په درنې سترګې ګوري او غواړي د شلو صنعتي هېوادونو په ګډون ځينو برخو کې له چين سره همکارۍ ژورې کړي. (شکريه)