شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر سره تليفوني خبرې وکړې
cri2021-09-08 14:30:51
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۷ مه نېټه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې دواړه هېوادونه دې د يو کمربند او يوې لارې اړوندو پروژو ته لومړيتوب ورکړي او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورټي پيوستون او ډيجټلي اقتصاد په شمول ځينو برخو کې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. چين خپلې تصدۍ هڅوي، چې په تاجکستان کې پانګونه وکړي. چين هيله لري، چې له تاجکستان څخه لا زيات غوره کرنيز توليدات وارد کړي،  او له دغه هېواد سره د کرونا ويروس ضد مبارزې کې مرسته او د روغتيايي چارو په برخه کې ورسره همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيس په توګه د تاجکستان کارونه لوړ وستايي او ور څخه پوره ملاتړ کوي او دغه سازمان به نور هم پرمختګ وکړي.

دواړو خواوو د افغانستان د وضعيت په اړه هم خبرې وکړې او موافقه يې وکړه، چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه به د سيمې امنيت او ثبات وساتي.

(مينه)