په ۱۷۴ هېوادونو او سيمو کې د کرونا وبا ډيلتا بڼه خپرېږي
cri2021-09-08 14:13:31
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۷مه نېټه د وبايي ناروغيو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د اګېست له ۳۰مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۵مې نېټې پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴ ميليونه ۴ لکه او ۷۰ زره او د مړينې شمېر کابو ۶۸ زره ښودل شوی دی. دغه راپور ښيي چې په امريکا او اروپا کې د کرونا وبا له امله د مړينې شمېر په څرګند ډول زيات شوی او په نورو سيمو کې بيا دغه شمېر کم ښودل شوی دی.

په دغه موده يعنې تېره اوونۍ کې، په امريکا، هند، بريتانيا، ايران او برازيل کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر نورو هېوادونو زيات و. اوس په ۱۷۴ هېوادونو او سيمو کې د کرونا وبا ډيلتا بڼه خپرېږي. (شکريه)