وانګ يي په ملګرو ملتونو کې د نوي چين د حقوقي څوکۍ د بيا اعادې د پنځوسمې کليزې د لمانځنې په فورم کې ګډون او وینا وکړه
cri2021-09-08 15:15:05
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۸مه نېټه په م.م کې د نوي چين د حقوقي څوکۍ د بيا اعادې د پنځوسمې کليزې د لمانځنې په فورم کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي وويل، د ننګونو پر وړاندې يووالی او ګډ پرمختګ د اوسنۍ نړيوالې ټولنې لپاره ډېر مهم او لازم دي. بېلا بېل هېوادونه دې څو اړخيزم او نړيواله سوله او ثبات وساتي، له کرونا وبا سره په ګډه مبارزه کې دې همکارۍ پياوړې کړي، پرمختګ او ګډې سمسورتيا ته دې لومړيتوب ورکړي، پرانيستی او ګډ اقتصاد دې جوړ او له اقليمي بدلون سره د مقاومت اقدامات دې بشپړ کړي او د انساني تمدن د پرمختګ د هڅولو لپاره دې يو له بل سره تګ راتګ پراخ کړي. چين به په نړيوالو چارو کې د م.م له لارښوونکي رول کلک ملاتړ وکړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو چارې به پر مخ يوسي او د انساني سولې او پرمختګ لپاره به د نړۍ له ټولو پرمختللو قوتونو سره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)