د چين د بهرنيو چارو وزارت له وياند سره د چين ميډيا ګروپ ځانګړې مرکه
CRI2021-09-08 21:29:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۸مه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريالې سره ځانګړې مرکه لرل. نوموړي د خبريالې پوښتني ته په ځواب کې وويل، چې چين د افغانستان حالات څاري، افغان طالبانو تېره ورځ خپل سرپرست حکومت او کابينه اعلان کړل او د دغه هېواد د بې حکومتوالۍ حالت يې پای ته ورساوه. د طالبانو دا کړنه په افغانستان کې د نظام او بيارغونې د اعاده کېدو لپاره ضروري قدم دی. چين د افغان طالبانو هغو خبرو ته هم پاملرنه کوي، چې سرپرست حکومت يې د ټولنيز او اقتصادي نظام د اعاده کولو لپاره جوړ کړی دی.

وانګ ون بين دې ته اشاره وکړه، چې چين يو مسئولانه لوی هېواد او د افغانستان ګاونډی هېواد هم دی. د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ تلپاتې او څرګند دی. چين تل د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی کړی، د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې پر نه لاسوهنې ټينګار کړی او په دې برخه کې يې له افغانانو څخه ملاتړ کړی، چې د خپل ملي وضعيت له مخې د هېواد د پرمختيا لارې په خپلواکه توګه انتخاب کړي. چين هيله لري، چې په افغانستان کې پراخ او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ شي او دغه هېواد نرمې او سالمې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي، د ټولو ترهګريزو کړيو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي او له نورو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډيو هيوادونو سره دوستانه چلند وکړي.

نوموړي هيله وښودل، چې د افغانستان نوی قدرت د سرپرست حکومت په موده کې د بېلا بېلو قومونو او ډلو پراخې نظريې واوري او د هېوادوالو او نړيوالې ټولنې هيلو ته ځواب ورکړي. چين هغه خبر ته پاملرنه کوي، چې افغان طالبانو ويلي، چې ټول افغانان به له نوي قدرت څخه ګټه واخلي.