وانګ يي: د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد د افغانستان پر اوسنيو حالاتو مثبت اغېز وکړي
CRI2021-09-08 22:21:58
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر پر اتمه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. وانګ يي په خپله وينا کې وويل، چې چين د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه پر افغانانو د جګړې د سختو اغېزو شاهد دی او پر افغانستان د جګړو له منفي اغېزو څخه ځپل شوی دی. چين د نورو هېوادونو په نسبت ډېره تمه لري چې په افغانستان کې سوله او پرمختګ اعاده شي. نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد په دغه مهمه موده کې د فرصت په نيولو سره خپلمنځي همغږي پياوړې کړي، د ګډې علاقې وړ چارو ته دې د توجې تمرکز وکړي او د افغانستان د خپلواک حاکميت او ځمکنې بشپړتيا د درناوی پر بنسټ دې د افغانستان پر حالاتو مثبت اغېز وکړي.

وانګ يي په دغه غونډه کې اعلان وکړ، چې چين به افغانستان ته د غلودانو، د سړې هوا ضد توکو، د کوويډ-۱۹ ويروس ضد واکسين او درملو په شمول د ۲۰۰ مليونو يوانو په ارزښت مرستندويه توکي ورکړي.