د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومتي ادارې د سپتمبر د نهمې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د شينجيانګ د چارو ۵۴مه خبري ناسته تر سره کړه.
د اويغوريانو ځانګړې محکمه به، چې د لويديځو کړيو او ختيځ ترکستان غورځنګ له خوا په ګډه جوړه شوې، په نژدې راتلونکي کې د شواهدو د اورولو دوهمه ناسته تر سره کړي. د شينجيانګ د حکومتي ادارې مطبوعاتي وياند شو شيانګ ګوی د يادې موضوع په اړه وويل، چې دغه محکمه له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې ده او نه هم قانوني اعتبار لري، نو د شواهدو د اورولو په تړاو د ناستې حق نه لري.