د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۹مې نېټې په شپه په انلاين ډول د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ په ۱۳مه کتنه کې ګډون وکړ.
نوموړي په خپله وينا کې دې ته په اشارې وويل، چې چين به په راتلونکي کال کې د بريکس هېوادونو د رئيسه هېواد دنده پرغاړه واخلي او د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ۱۴مې کتنې کوربتوب به وکړي. چين به له بريکس هېواودونو سره په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د ګډو ننګونو پر وړاندې به لاس يو کړي او د لا روښانه آيندې لپاره به ګډې هلې ځلې وکړي.