د اردن، مصر، سوريې او لبنان د انرژۍ وزيرانو د سپتمبر په ۸مه نېټه د اردن په پلازمينې عمان کې موافقه کړې، چې د لبنان د انرژۍ بحران د ښه والي لپاره د مصر ګاز د اردن او سوريې له لارې دغه هېواد ته ولېږدوي.
يادو وزيرانو ويلي، چې ياد هېوادونه به په راتلونکيو درېيو اوونيو کې د خپل عملي پلان ارزونه وکړي او د پايپ لين د ترميم لګښت به برابر کړي. (شکريه)