شي جين پينګ کيم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
cri2021-09-09 12:14:09
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۹مه نېټه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۳مې کليزې د لمانځنې په پار د دغه هېواد د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا د کميټې مشر کيم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پینګ په دې پيغام کې ويلي، چې د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د دغه هېواد جوړېدو له ۷۳ کلونو راهيسې د هېواد د ابادۍ په برخه کې د خلکو د هڅولو او د سوسياليستي چارو د پرمخبيولو لپاره سخت خدمتونه کړي دي. نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته ډېر مهم اهميت ورکوي او هيله يې ښودلې، چې له عمومي منشي کيم جونګ اون سره يو ځای د خپلمنځي اړيکو د لا پرمختګ او د دواړو هېوادونو خلکو ته د ګټو رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي. (شکريه)