وانګ يي: د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد د دغه هېواد د سولې او ارامتيا لپاره همغږي ولري
cri2021-09-09 14:04:37
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۸مه نېټه په انلاين بڼه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو په لومړۍ  غونډه کې ګډون وکړ او د افغانستان مسئلې په اړه يې خبرې وکړې.

وانګ يي وويل، افغانستان اوس د تاريخ په تقاطع کې واقع دی، امريکا او ملګرو يې خپله ځواکونه په ډېرې چټکۍ له دې هېواده اوباسل او اوس د افغانستان پرمخ د بشردوستۍ، د خلکو ژوند او د کرونا وبا ضد مبارزې په شمول يو لړ ستونزې شتون لري. طالبانو تېره ورځ  انتقالي حکومت اعلان کړ او ترې ښکاري، چې د افغانستان راتلونکی د بۍ ثباتۍ له ډېرو عواملو سره مخ دی.

وانګ يي وويل، چين د افغانستان د ګاونډي په حیث په دې هېواد کې د سولې، ارامتيا او سمسورتيا رامنځته کېدو ته ډېر سترګې په لار دی. د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد د دغه هېواد د تاريخ په هکله عيني ارزونه وکړي، بايد له امريکا وغواړي، چې تاريخي درس او عبرت ترې واخلي او اوس دې خپله دنده پرغاړه واخلي. څرنګه چې امريکا او ملګري يې د افغانستان مسئلې راپارونکي دي، او په تېرو شلو کلونو کې، په افغانستان کې نه يوازې ترهګريز ځواکونه له منځه يو نه وړل، بلکې نور هم زيات شول. افغانان درناوی او پرمختګ ته لاسرسی نه لري، او په بېوزلۍ او غمونو کې راګير دي. امريکا او ملګري يې د نورو هېوادونو په پرتله لا زياتې دندې پر غاړه لري او افغانانو ته بايد د اقتصاد او ژوند د مرستې په پار لاسونه ورکړي.

وانګ يي په ډاګه وويل چې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد له طالبانو څخه غوښتنه وکړي چې له بېلا بېلو قومونو او ګوندونو سره يووالی وساتي، یو ټولشمول حکومت دې جوړ کړي او نرمې او ثابتې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې دې غوره کړي. طالبانو په وروستيو ورځو کې د هېواد د ابادۍ، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ښه ګاونډيتوب په شمول ځينو برخو کې مثبتې رويې څرګندې کړي او دا زموږ لپاره د خوشحالۍ وړ ده او د دوی اغېزمنو تدبيرونو ته سترګې په لار يو. د افغانستان ګاونډي هېوادونه  دې اوسمهال په ۶ برخو کې خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ پياوړې کړي:

لومړی، موږ بايد د کرونا وبا ضد په وقايې او کنټرول کې له افغانستان سره مرستې وکړو. افغانستان په نړۍ کې يو له هغو هېوادونو دی چې خلکو ته د واکسين ورکولو اندازه يې تر ټولو ټيټه ده، بېلا بېلې خواوې بايد دغه هېواد ته وقايوي مواد او تخنيکي مرستې برابرې کړي. دوهم، موږ بايد د افغانستان لپاره خپل بندرونه خلاص پرېږدو. ځکه ځمکني بندرونه د افغانستان په سوداګريزه راکړه ورکړه کې مهم رول لري. درېيم، موږ بايد افغان کډوالو ته پاملرنه وکړو. امريکا او ملګري يې بايد د افغان کډوالۍ په برخه کې عمده دنده پر غاړه واخلي او نورو افغان کډوال منونکو هېوادونو ته دې جبران ورکړي. طالبان بايد د افغان کډوالو د کمولو لپاره نرمې او ټولشموله تګلارې غوره کړي. څلورم، موږ بايد ژر تر ژره افغانانو ته بشردوستانه مرستې برابرې کړو. چين پرېکړه کړې چې افغانستان ته به د ۲۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت د غلودانو، واکسين او درملو په شمول مرستندویه مواد برابر کړي. پنځم، موږ بايد د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو. څرنګه چې په افغانستان کې د وضعیت بدلون د دې سيمې د ترهګرۍ ضد پر مبارزې پيچلې اغېزه کړې، نو موږ بايد د سيمه ييز ثبات د ساتلو لپاره لاس په لاس کوښښونه وکړو. شپږم، موږ بايد د نشه يي موادو د مخنيوي په برخه کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړو. طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې به د نشه يي مواد کرکيلې ته اجازه نه ورکوي. موږ بايد له دې ملاتړ وکړو او د کرهڼيزو چارو په برخه کې دې ورسره مرستې وکړو.

وانګ يي زياته کړه چې، دغه غونډه د افغانستان د تازه وضعیت په اړه د ګاونډيو هېوادونو لومړی ازموښتي ګام دی، پر وخت او ضروري دی. په دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ګډ اواز او څرګنده سياسي نښه په ډاګه کېږي.