د افغانستان سرپرست لومړي وزير د پخواني حکومت له کارکوونکو څخه وغوښتنل چې بيرته خپلو کارونو ته ستانه شي
CRI2021-09-09 11:12:46
شريکول:

د افغانستان سرپرست لومړي وزير ملا محمد حسن اخند د سپتمبر په اتمه نېټه د پخواني حکومت له کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې بيرته خپلو کارونو ته ستانه شي او د خپل هېواد لپاره دې دوامدار خدمتونه وکړي. نوموړي ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې طالبان به ستاسو ټولو امنيت وساتي.

هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې سخت زيانونه رامنځته شوي او په دې تاريخي شيبه کې د خونړۍ وخت پای ته رسيدلی دی.