د فرانسې محکمې د ۲۰۱۵ کال ترهګريزو بريدونو د قضيو د سپيناوي بهير پيل کړ
cri2021-09-09 10:42:48
شريکول:

په پاريس کې د فرانسې د ځانګړو جرمونو محکمې د سپتمبر په اتمه نېټه په ۲۰۱۵ کال کې د تر سره شويو ترهګريزو بريدونو د قضيو د سپيناوي بهير پيل کړ چې د راتلونکي کال تر می پورې به دوام ولري. د يادو قضيو سپيناوی د دغه هېواد په بېلا بېلو ټولنو کې د  پاملرنې وړ ګرځيدلی دی.

د دغې محکمې لوی قاضي ويلي چې د دغو قضيو سپيناوی تاريخی اهميت لري، ځکه يادو ترهګريزو بريدونو ډېرو وګړو ته زيانونه رسولي او د دغو پېښو منفي اغيزې ډېرې دي.

د ۲۰۱۵ کال د نومبر د ديارلسمې نيټې په شپه د دغه هېواد د پاريس په يوولسمه حوزه کې د تياتر، رسټورانټونو او سپورټي ميدان په شمول ځينو ځايونو کې د ډزو پېښې او چاودنې وشوې چې له امله يې څه باندې ۱۳۰ تنه ووژل شول او څو سوه تنه نور ټپيان شول.  د داعش ډلې د دغو پېښو پړه پر غاړه اخيستې وه.(غاټول)