د کوته ديوا د عامې روغتيا پخوانی وزير: د کوويډ -۱۹ د ريښې او سرچينې لټونې کارونو ته بايد سياسي رنګ ورنه کړل شي
CRI2021-09-09 11:12:16
شريکول:

د کوته ديوا د عامې روعتيا پخواني وزير اويلي يوګيني اکا د سپتمبر په شپږمه نېټه د سين هوا اژانس خبريال ته ويلي، چې د کوويډ-۱۹ د ريښې او سرچينې لټونې کارونو ته بايد سياسي رنګ ته نه ور نه کړل شي.

نوموړي ويلي، چې د کوويډ-۱۹ د ريښې او سرچينې لټونې کارونه د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ همکارۍ ته اړتيا لري. هغه په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې د برياليتوبونو ستاينه کړې او څرګنده کړې يې ده ، چې دواړو هېوادونو د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې نژدې همکارۍ کړې دي.چين کوته ديوا ته طبي پوهان ليږلي،  خپلې تجربې يې ورسره شريکې کړي او څو ځلې يې د کرونا وبا ضد توکي ورليږلي دي.