د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د سپتمبر په اتمه نېټه د لاريونونو او مظاهرو په هکله يوه اعلاميه خپره کړې ده.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې ځيني لاريونونه او مظاهرې سياسي موخې لري، ټولنيز امنيت او د خلکو ژوند ته زيانونه رسوي.که څوک غواړي لاريون تر سره کړي،له عدليي وزارت څخه بايد اجازه تر لاسه کړي. هر ډول مظاهرې چې د ياد وزارت له اجازې پرته تر سره کيږي، د قانون له مخې به له سزا سره مخ شي .(غاټول)