سي اين اين د سپتمبر په اتمه نېټه خبر ورکړچې د دې هېواد د ماشومانو د درملنې علمي ټولنې د سپتمبر په اوومه نېټه يوه شمېرنه خپره کړې چې د اګست له ۲۶مې نيټې څخه د سپتمبر تر دوهمې نيټې پورې په امريکا کې پر کرونا په نويو اخته کسانو کې د ماشومانو شمېر په سلو کې ۲۶ اعشاريه اته زيات شوی دی. په همدې موده کې په دغه هېواد کې پر کرونا د نويو اخته کسانو شمېر ۹۳۹۴۷۰ تنو ته رسيدلی چې په دې جمله کې د ماشومانو شمېر شاوخوا ۲۵۱ ۷۸۱ دی.
د امريکا په بېلا بېلو ځايونو کې ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي، روغتياپالان وايی چې پر کرونا د اخته ماشومانو زياتوالی ښوونځيو ته د زده کوونکو له راتګ سره تړاو لري. په دغه هېواد کې د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې څه نا څه پنځه ميليونه ماشومان پر کرونا اخته شوي چې دغه شمېر پر کرونا د اخته کسانو د عمومي شمېر په سلو کې ۱۵ اعشاريه ۱ نيسي.(غاټول)