چين د بشري حقوقو عملياتي پلان خپور کړ
cri2021-09-09 16:08:16
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۹مه نېټه د بشري حقوقو عملياتي پلان ( ۲۰۲۱م - ۲۰۲۵م کال ) خپور کړ، دغه پلان د ياد دفتر او خارجه وزارت لخوا جوړ شوی، چې د بشري حقوقو د درناوي، ساتنې او هڅونې په غرض پړاويزې دندې پکې ټاکل شوې دي.

دغه پلان کابو ۲۰۰ موخې يادې شوي، د ساري په توګه د بېوزلۍ د مخنيوي برياليتوبونو ساتنه، د کليوالو سيمو ابادي، د اتباعو حقونو ته درناوی، د دوامدار پرمختګ ستراتيژيکي پلان پلی کول، د انساناتو او چاپيريال تر منځ د همغږۍ هڅول، د ملي لږکيو، ښځو، ماشومانو، زاړو او معيوبينو حقونو عادلانه تضمين، د دولت په تعليمي سيستم کې د بشري حقونو پېژندنې شاملول، د نړيوالو ژمنو ادا کول، د بشري حقونو په نړيوالو چارو کې پوره ګډون کول، د بشري حقونو د عملياتي پلان د ګډې غونډې ميکانيزم بشپړتيا، او داسې نورې مهمې موضوعګانې پکې یادې شوې دي. (شکريه)